په خوست ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل
د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په یاد ولایت کې پر (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل او هر مستحق سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د خوست ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي عبدالرحیم احسان د وزارت مقام او همدارنګه د خیریه مؤسسې له کړیو مرستو څخه قدرداني وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې هم وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لازياتې مرستې برابرې کړي.