په جوزجان ولایت کې پر (۲۰۰) مستحقو کسانو باندې د نغدي مرستو وېش

د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مدنیت خیریه بنسټ سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې (۴۰۰) زره افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ووېشلې، چې هر مستحق (۲۰۰۰) افغانۍ ترلاسه کړې.
د مرستو د وېش پر مهال، د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد مقصود، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په پار د مدنیت خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه او قدرداني وکړه.