په بامیان ولایت کې پر شپېتو (۶۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۲۳:۱۹

د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همغږۍ په یاد ولایت کې پر (۶۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، په ورته وخت کې هر مستحق معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علي خان احمدي، د ولایت مقام د مالي او اداري چارو مسؤل محترم حاجي محمد خان غازي  او د یاد ریاست د ټولنیزو خدمتونو مدیر شتون درلود.

د یادونې وړ ده، یو شمېر معلولین چې د بامیان ولایت له ولسواليو څخه راغلي وو، د ولایت مقام له لوري هغوی سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS