ننګرهار ولايت کې له ۲۱کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

farahmand_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۵ - ۱۰:۳۵
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس  مولوي لعل باز اسدالله وایي : د کومک مؤسیسې په مالي همکارۍ ۲۱  ملکي جګړه ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ د کوچنیو کاروبارنو په موخه د (۷۳۸۰۳۲) افغانیو په ارزښت  بیلابیلې مرستې ترسره کړې .

 

نوموړی زیاتوي،  په دې مرستو کې  ۱۶ کورنیو ته خوراکي توکي او ۴ کورنیو ته د کوچني کاروبار له پاره غواګانې او دوه دوه بوری کنجاړه او یوې کورنی سره د سولرنو مرسته ترسره شوه .

 

د ښاغلي مولوی لعل باز  اسد الله  پروینا، دوی هڅه کوي څو د مرستندویه مؤسيساتو په همکاری په دې ولایت کې د شهیدانو ورثو، معلولینو او جګړه ځپلو کورنیو ته د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.

 

هغه کورنۍ، چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې له کومک موسسې او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست  څخه مننه وکړه، چې د دوې لاس نیوی یې وکړ ، دغه کورنۍ وایې له دې سره به ورته د کار او روزګار زمینه برابره شي او خپلې کورنۍ اړتیا به پرې پوره کړي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۲۵
Background image

د کابل ښار د (۱۳) مې ناحیې اړوند پر (۵۰) تنو مستحقو کونډو او ښځينه معلولینو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړمنو کورنيو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه موسسې په همکارۍ، د کابل ښار په (۱۳) مه ناحیه کې پر (۵۰) تنو کونډو او ښځينه معلولینو باندې د‌ کورنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۲۰
Background image

په پکتیا ولایت کې څه باندې یو میلیون افغانۍ پر مستحقو یتیمانو ووېشل شوې

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مسلم هندز نړیوالې مؤسسې په همکارۍ یو میلیون، (۸۸) زره او (۶۴۰) افغانۍ پر (۴۳) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې، چې د هر یتیم بانکي حساب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۱۸
Background image

په کندهار ولایت کې (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته په کورونو کې د کالیو ګنډلو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (LOD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پنځوس (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته د خیاطۍ په برخه کې زده. . .

BACK TO NEWS