معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته دې د حقوقو ورکړه چټکه شي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۵ - ۹:۴۳
mmd


معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته دې د حقوقو ورکړه چټکه شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د وزارت رهبرۍ ځینو مسولو غړو سره بېړنۍ ناسته وکړه.

ښاغلي آریوبي په مرکز او ولایتونو کې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته د حقوقو ورکړې بهیر په اړه د مسولینو راپور واورېد او تاکید یې وکړ، چې د حقوقو ورکړه باید چټکه شي وویل: د قرنطین له امله د شهیدانو کورنۍ او معلولیت لرونکي وګړي له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د حقوقو ورکړه کولای شي دوی سره د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

مسولینو د حقوقو ورکړې په برخه کې د ترسره شویو اجرااتو مفصل راپور وړاندې کړ وویل، چې تر پخوا یې دا بهیر چټک کړی او زیاتو معلولینو او د شهیدانو وارثینو خپل حقوق ترلاسه کړي دي او په پاتې هغو هم کار روان دی، چې ژر به یې چارې بشپړې شي.

ښاغلي آریوبي په دولتي ادارو کې ښځینه معلولینو سره د توپیري چلند او جنسي ځورونې او نورو موضوعاتو په اړه د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان خپور شوي راپور ته په اشارې وویل، چې ستونزې شته خو وزارت د غیر مشروع او ناقانونه کړنو په اړه جدي دی، که په دې اړه رسمي شکایت وشي عاجله رسیدګي به ورته شي. ښاغلي آریوبي مسولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې اړه ملت ته هر اړخیز وضاحت وړاندې کړي

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS