د کونړ معلولیت لرونکو وګړو په هېواد کې د جګړی د پای او بېړني اوربند غوښتنه وکړه

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۴:۵۹
cs

د کونړ معلولیت لرونکو وګړو په هېواد کې د جګړی د پای او بېړني اوربند غوښتنه وکړه

د دیسمبر دریمه، چې د معلولیت لرونکو وکړو د نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د کونړ ولایتي چارواکو، قومي مشرانو او معلولیت لرونکو وګړو له لوري ونماځل شوه.

د غونډې ویناوالو معلولیت لرونکو وګړو ته د ښوونیزو، روغتیایي او کاري فرصتونو رامنځته کېدو غوښتنو ترڅنګ له وسله والو طالبانو هم وغوښتل، چې هېواد کې روانه جګړه ختمه او اوربند وکړي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید معلولیت لرونکو وګړو ته د نړیوالې ورځې مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل، د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ د دوی د سیاسي، ټولنیز، فرهنګي مشارکت او اقتصادي پیاوړتیا په موخه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

هغه معلولیت لرونکي وګړي د قدر وړ یاد کړل او ډاډ یې ورکړ، چې په ادارو کې به یې د وړتیاوو سالمه ګټه واخیستل شي.

د ولایتي شورا منشي جمال الدین سیار، دیني عالم ضیاالرحمان الله یار، مولوي عبیدالله بهاري، معلولینو اتحادیې رئیس، شهیدانو او معلولینو امر او نورو مسوولینو د ویناوو په مهال معلولیت لرونکي وګړي د قدر وړ وبلل او د دوی د مېړانو او هڅو ستایلو سربېره یې د همکاریو ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS