د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د لسو (۱۰) مستحقو کورنیو لپاره د استوګنې کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۱:۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه، د اچ، اچ، آر، ډي نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د لسو (۱۰) یتیمانو کورنیو لپاره د استوګنې کورونو د جوړولو چارې پیل کړې.

د یادې پروژې چارې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ده سبز ولسوالۍ د ولسوال مرستیال او د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې مسؤلینو په شتون کې پېل شوې.

د دې پروژې له مخې به هرې کورنۍ ته یو معیاري کور چې دوه استوګنیزې خونې، یو پخلنځی، یو دهلیز او یو تشناب ولري، جوړ او د ګټې اخیستنې لپاره به ورته وسپارل شي. یاد مستحق کسان څه موده وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوې شفافې او عادلانه قرعه کشۍ له لارې ټاکل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د یادو کورونو د جوړولو ټولیز لګښت (۷۱) زره او (۳۷۰) ډالره کېږي او چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

په غزني ولایت کې پر (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۸) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکو ترڅنګ، نغدي مرستې ووېشلې.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د بیروکراسي( کاغذ پراني ) د مخنیوي په موخه غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې وزارت وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ او د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS