د کابل ولایت د معلولیت لرونکو وګړو د بایومتریک پروسه به ډېر ژر پیل شي
د کابل ولایت د معلولیت لرونکو وګړو د بایومتریک پروسه به ډېر ژر پیل شي
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو رییس ښاغلي وحید الله ساپي د کابل ولایت د معلولیت لرونکو وګړو د بایومتریک کولو په موخه د دې ریاست له کارکوونکو سره ناسته وکړه.
د یادې ناستې موخه دا وه، چې د نظامي او ملکي برخې معلولین بایومتریک پروسې ته چمتو کړي. همدا ډول پرېکړه وشوه، چې دغه پروسه به ډېر ژر د یوه منظم مهالویش پر بنسټ کابل ولایت کې پیل او ټول معلولین به په دقیقه توګه سیستم ته شامل شي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د بایومتریک پروسې مسولین چمتو دي، څو د کابل ولایت ټولو معلولینو ته رسیدګي وکړي.