د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست کې (۲۰۵) مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې وېشل شوې
د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۲۰۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق ته په ترتیب سره د (۸۰۰۰) افغانیو په اندازه نغدي مرستې ورکړل شوې.
د دې مرستو د وېش پر مهال د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا شیر محمد صمیم، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې رياست استازي محترم محمد فاروق ځلاند او د احساس مرستندویه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یادې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ورته مرستې وېشلې وې.
