د څلورو ولایتونو د بانکي سازۍ راپور د وزارت مشرتابه ته وړاندې شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۹:۳۷
mmd

د څلورو ولایتونو د بانکي سازۍ راپور د وزارت مشرتابه ته وړاندې شو

نن شنبه د (کب میاشتې ۳) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي ته د څلورو لایتونو د بانکي سازۍ راپور وړاندې شو.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت، عزیزي بانک او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري څلورو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، تخار او بدخشان) ته استول شویو پلاوي په جلا توګه خپل راپور ورکړ.

د مالیې وزارت پلاوي وویل، چې له بدخشان پرته لغمان، ننګرهار او تخار کې د شهیدانو د ځینو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو له لوري نه یوازې دا چې همکاري نه کېده بلکې خنډونه او ستونزې یې جوړولې. دوی زیاته کړه، چې ځینو اسنادو ستونزې لرلې او د د ۱۳۹۹ کال تلې میاشتې پورې باید په ۲۲ ولایتونو کې ۵۰۰۰۰ زرو تنو ته بانکي کارتونه ورکړل شي.

تخار ته استول شوي پلاوي وویل، چې ۲۰۰۰ اسناد یې وڅېړل او نږدې ۲۰۰ اسناد قانوني ستونزې لرلې.
د ننګرهار پلاوي وویل چې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت سره له جلسې وروسته یې ۱۳۲ تنه له بانک وروسته د بانکي سازۍ پلاوي ته واستول او په اسنادو کې ستونزې موجودې وې. دوی زیاته کړه، چې ۷۵ سلنه یې اصلاح کړي دي.

د لغمان پلاوي د بانکي سازۍ په پروسه کې د نه همکارۍ په اړه وویل، چې ځیني غیر مستحق خلک د حقوقو اخیستو لپاره کمیسیون تایید کړي دي او په اسنادو کې ځینې نورې ستونزې هم موجودې وې.

ښاغلي لعل الدین آریوبي وویل، چې د بانکي سازۍ پروسه باید بریالۍ او په ولایاتو کې د همکارۍ په موخه دې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته رسمي مکتوب واستول شي، تر څو ولایتي مسولین د بانکي سازۍ پلاوي سره هر اړخیزه همکاري او د خنډ جوړونکو مخنیوی وکړي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، هغه اسناد چې قانوني ستونزې لري او یا هم تر شک لاندې وي باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي د ستونزې د حل په صورت کې پاس او کنه ودې ځنډول شي. ښاغلي آریوبي د ننګرهار ولایت د راپور د توحید آمر وکړ او وویل چې خپله به یې تعقیب کړي. ښاغلي آریوبي یادو څلورو لایتونو ته آمر وکړ، چې ژر تر ژره دې د بانکۍ سازۍ چارې پیل او پای ته ورسوي.

په دې ناسته کې د وزارت د مالي او حسابي چارو رییسې صفیې انوري د شهیدانو د وارثینو او معلولینو په حسابونو کې د تېرو کلونو د پاتې حسابونو په اړه هم بحث وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس کندز ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۹
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د(ZFA) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او د نورو خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

BACK TO NEWS