د پروان ولایت د شهیدانو له کورنیو سره د کالیو ګڼډلو توکومرسته وشوه

mmd_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۴:۳۳
1

د پروان ولایت د شهیدانو له کورنیو سره د کالیو ګڼډلو توکومرسته وشوه

 

د هغو شهیدانو د کورنیو له ( ۱۱ ) تنو سره چې د روان کال چنګاښ د میاشتې په ( ۲۶ ) نېټه په پروان ولایت کې د ځانمرګي برید په ترځ کې شهیدان شوي وو، د کالیو ګڼډلو توکو مرسته وشوه په دغو مرستو کې د جامو ګڼډلو ماشین، ټوکر، تار او نور اړین توکي شامل وو.

 

دغه مرسته د بیا پر ځان بسیاینې او اقتصادي ځواکمنتیا په موخه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له خوا د ( comac ) موسسې په مالي مرسته ترسره شوه.

 

یاده مرسته د پروان ولایت مرستیال والي او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو د آمر په شتون کې ووېشل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS