د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست یوه پلاوي د دې ولایت په دوو ولسوالېو کې د اړوند مدیریتونو د کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۳:۳۱
mmd

د یاد پلاوي په ترکیب کې چې د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست د مالي او اداري چارو مدیریت او د اجرائیه مدیریت استازي شامل دي، د دې ولايت په نهر سراج او ګرشک ولسوالېو کې د یاد ریاست اړوند مدیریتونو د فعاليتونو او کړنو او همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

ياد پلاوي همداراز په نهر سراج او ګرشک ولسوالېو کې د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په اړوند  مدیریتونو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه او د چارو لا ښه پر مخ وړلو په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۸
Background image

په کندهار ولايت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د‌ کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د مؤثر تطبیق په موخه غونډه جوړه شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لاښه پلي کیدو په موخه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) مؤسسې په همکارۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو. . .

BACK TO NEWS