د هرات ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

د هرات ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله
د هرات ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، فرهنګيانو، مدني فعالانو، د شهيدانو وارثانو او د معلوليت لرونکو وګړو په حضور کې د شهيد اوونۍ نمانځنه وکړه.
د مراسمو په پيل کې د هرات د شهيدانو او معلولينو چارو آمر لخوا د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير، لعل الدين آريوبي د شهيد اوونۍ په وياړ ور لېږلی شوی پيغام ولوست. د ښاغلي وزير صيب په پيغام کې د شهيدانو د قربانيو او سرښندنو يادونې او ستاينې ترڅنګ خپلو ولايتي آمرينو ته د شهيدانو وارثانو ته د حقونو او امتيازاتو د پر وخت رسېدنې او د غوره خدمتونو وړاندې کولو لارښوونې پکې شوې وې.
د مراسمو نورو ويناوالو هم د شهيدانو د پاکو روحونو، وينو او سرښندنو ته د درناوي په تړاو خبرې وکړې او غونډه د شهيدانو سپيڅلو روحونو د خوښ ساتلو او ارامتيا په پار، د دوعا لپاره د لاسونو په پورته کولو پای ته ورسېده.