د معلوليت درجې د تثبيت بهير دې چټک شي

د معلوليت درجې د تثبيت بهير دې چټک شي
نن دوشنبه د مرغومي په ۱۷مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د معلوليت درجې د تثبيت کمېسيون رييس او غړو سره وکتل او د چارو د چټکتيا او روڼتيا په تړاو يې ورسره خبرې وکړې.
په پيل کې د معلوليت درجې د تثبيت کمېسيون رييس او غړو په وزارت کې د کارونو روان بهير په هکله د وزارت مشرتابه ته معلومات ورکړل او د چارو اړوند يې ورسره خپلې ستونزې، غوښتنې، انديښنې او وړانديزونه شريک کړل.
ورپسې د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د عامې روغتيا او اړونده ادارو له چارواکو مننه وکړه، چې د معلوليت لرونکو وګړو د درجې د تثبيت په برخه کې له دوی سره همکاري کوي او خپلې چارې په ايماندارۍ او ژمنتيا سره سرته رسوي.
نوموړي د معلولينو د معلوليت درجې د تثبيت پروسې پر چټکوالي ټينګار وکړ، څو له پروسې پاتې معلولين کمېسيون شي او د حقوقو وړ ګرځيدلو په صورت کې خپل حق ترلاسه کړي.
ښاغلي فاروقي د ياد کمېسيون غړو ته د وزارت له اړخه د هر ډول اړينو اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړ او د کمېسيون له غړو څخه يې هيله وکړه ، چې د يوې مياشتې په اوږدو کې دې د مرکز کابل ټول معلولين کمېسيون کړي؛ څو پر بنسټ يې ورته حقوق حواله شي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د معلوليت لرونکو وګړو د معلوليت درجې د تثبيت بهير به چټکوالی مومي او وزارت به ورته لازمې او اړينې اسانتياوې برابروي.