د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه برکي برک ولسوالۍ ته سفر وکړ
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او همداراز هغوی ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد ولایت اړوند برکي برک ولسوالۍ ته سفر وکړ، نوموړي هلته د ولسوالۍ له ولسوال سره هم له نږدې لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د کلیو د ملکانو له لوري د ریاست کارکوونکو سره د کره او دقیقو معلوماتو د شریکولو او په ځینو نورو مهمو موضوعاتو باندې هر اړخیزې خبرې وشوې.
په ورته وخت کې، د برکي برک ولسوال هم ډاډ ورکړ چې د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو د پېژندنې او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره هر اړخیزه همکاري وکړي.