د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس ته د ښو فعالیتونه او هڅو په پار ستاینلیک ورکړل شو

د (HHRD) خيريه مؤسسې رهبرۍ له لوري د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز رئيس محترم ملا رحمت اللّٰه خالد ته د حرفوي زده کړو پروګرامونو د ښه پلي کېدو، اغېز منو خدمتونو، سپېڅلتيا، وطن پالنې، هر اړخيزو همکاريو او د وروستېو لاسته راوړنو په پار ستاینلیک ورکړل شو.
د یادې مؤسسې رهبرۍ د محترم ملا رحمت الله خالد کړنې او فعاليتونه وستايل او هغه ته یې په چارو کې د لازياتو برياليتوبونو هیله څرګنده کړه.
په ورته وخت کې د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز رئيس د (HHRD) خيريه مؤسسې څخه مننه وکړه او یتیمانو او معلولینو ته یې خدمت کول خپل ایماني او وجداني مسؤليت وباله او په دې برخه کې یې د لازياتو همکاريو ژمنه ورکړه.