د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې شپېتو (۶۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۱:۴۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (GNWP) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په یاد وزارت کې پر شپېتو (۶۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي وویشل، په دې توکو کې اوړه، غوړي او نور اړین خوراکي مواد شامل وو. همداراز هر مستحق ته (۱۶۵۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

یادې مرستې د پر مختیایي پروژو د تطبیق څخه د څارنې او اروزنې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د کارکوونکو او د خیریه مؤسسې مسؤلینو په شتون کې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS