د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوه خالي بست لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۱:۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري کار اهل کار ته د سپارلو په موخه په دې وزارت کې د یوه خالي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه، په دې ازموینه کې درې (۳) تنو وړ کسانو د ازادې سیالۍ له لارې ګډون کړی وو.

له ګډونوالو څخه د ازموینې اخیستو پر مهال د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسى صديقي، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي، د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده او د کارکوونکو د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي حضور درلود.

د یادولو وړ دې چې درې تنو وړ کسانو څخه د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې د مالي او حسابي چارو ریاست کې د لګښتونو مدیر د ( پنځم بست) لپاره د ازادې سیالې له لارې په تقریري او تحریري بڼه ازموینه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS