د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د سرپرست وزیر مشاور معرفي شو

د ریاست الوزرا د حکم پر اساس ښاغلې مولوي حیات الله میوند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د مشاور په توګه د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان لخوا معرفي شو.
په دی غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند، د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي ملا عبدالرزاق آخوند، د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو رییسانو شتون درلود.
د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند د یاد وزارت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې مشاور ته په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه: هغه کسان چې د تقوا، پوهې او دینداري په اساس ګمارل کیږي بې له شک څخه د چارو په ښه سمبالتیا کې ترینه ښه ګټه اخیستل کیږي.
په دې غونډه کې ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د مشورې د ارزښت او مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او ښاغلي مولوي حیات الله میوند ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.