د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي په دایکندي ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست له کړنو او فعالیتونو هراړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۸:۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ یو پلاوي په دایکندي ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هراړخیزه توګه وڅیړل.

د دې څیړنې په ترڅ کې د یاد وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي مولوي نورالحق حقاني د یاد ریاست کارکوونکو ته خبرې وکړې او زیاته یې کړه: مسؤلیت امتیاز نه بلکه امانت دی موږ ټول ددې بیوزله او اړمن قشر (د شهیدانو وارثینو او معلولینو) پر وړاندې مسؤل یو او اړینه ده چې هغوی ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړو.

مؤظف پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو اړوند اسناد په هراړخیزه توګه وڅیړل او په پام کې ده چې یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت په پروسه کې د شفافیت د تشخیص او د هغوی پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه د یاد ولایت ځینو ولسوالېو ته سفر وکړي او د شهیدانو وارثینو او معلولینو سره له نږدې وګوري.

د يادونې وړ ده، چې یاد پلاوي له دې وړاندې د باميانو ولايت د شهيدانو او معلولينو رياست کړنې او فعاليتونه څېړلي او په پام کې ده چې د غور ولايت د شهيدانو او معلولينو رياست چارې او فعالیتونه به هم تر څیړنې لاندې ونیسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۳
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له اړوندو کارکوونکو څخه د عقيدتي او فقهي مسایلو ازموینه واخیستل شوه

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد اړوند مسؤل له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته د دیني مسائلو د زده کړې په برخه کې یو منظم تدریسي پروګرام پېل شوی وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۴۵
Background image

د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد ته، ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په حضور کې د کارکوونکو چارو رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست په هلو ځلو د ترکیې هېواد د ندا‌ء الخیر مؤسسې له لوري د پنځوسو (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه.

د یادو. . .

BACK TO NEWS