د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي په بدخشان ولايت کې د یو شمېر فدايانو کورنېو سره نغدي مرستې ترسره کړې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۴۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو د چارو آمر محترم مولوي محمد، د خاصو شهیدانو د چارو د محاسبې عمومي مدیر محترم زاهدالله میاخیل یې ملتیا کوله، په بدخشان ولايت کې یې د یو شمېر فدایانو کورنېو سره له نږدې وکتل، ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او ورسره یې نغدي مرستې ترسره کړې، چې هرې کورنې (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ترلاسه کړې.

ياد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د بدخشان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له کاري بهیر څخه هم لیدنه وکړه، د دې لیدنې په ترڅ کې محترم مفتي عبدالاحد مسعود د یاد رياست د ټولو کارکوونکو څخه چې صورت او سیرت یې د اسلامي شریعت مطابق وو، خوښي څرګنده کړه او هغوی وهڅول تر څو د مراجعینو سره له نیکو اخلاقو څخه کار واخلي او چارې په پوره اخلاص او همغږۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي په بدخشان ولايت کې د یو شمېر فدايانو کورنېو سره نغدي مرستې ترسره کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو د چارو آمر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې سلګونه یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي ووېشل شول

د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ZAF خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۴۶) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د سوند توکي او کمپلې ووېشلې په دې ترتیب هر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو په وزارت کې په دوه سوه او پنځوس (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د HHRD خیریه مؤسسې په همکارۍ په دې وزارت کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، نور خوراکي مواد او همدارنګه د. . .

BACK TO NEWS