د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو او کونډو او معلولینو ته د ژمنېو توکو د چمتو کولو په موخه د (HHRD)خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۸:۳۷
mmd

 

د دې هوکړه لیک پر اساس به، په غزني، پنجشېر او فاریاب ولایتونو کې (۷۲۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د (۵۵) زره امریکایي ډالرو په ارزښت ژمني توکي چې په هغه کې کمپلۍ او البسه شامل دي چمتو او ووېشل شي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د (HHRD)خیریه مؤسسې د سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي تر منځ لاسلیک شو او د پورتنېو ذکر شوېو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ به تطبیق شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست په هلو ځلو د ترکیې هېواد د ندا‌ء الخیر مؤسسې له لوري د پنځوسو (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه.

د یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۲۴
Background image

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري په (۱۴۰۳) مالي کې د ترسره شویو کړنو او اجراآتو بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوو تنو کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي او محترم محمد یاسین ادیب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ تر منځ د څه باندې (۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د (۵) میلیونه،  (۸۲) زره او (۷۸۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په خوست. . .

BACK TO NEWS