د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت يو پلاوي د دايکندي ولایت مرکز نيلي ښار په ځینو نواحيو او ولسوالېو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۵:۲۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي مولوي نورالحق حقاني د یو پلاوي په مشرۍ دایکندي ولایت ته د سفر په ترڅ کې  په دې ولایت کې د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعاليتونو د څيړلو وروسته په پاتو ولسوالې او همداراز نیلي ښار په ځینو نواحيو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واوریدې، او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره کړل، نوموړي همداراز له هغوی سره يوه اندازه نغدي مرسته هم وکړه.

د دې سفر په ترڅ کې مؤظف پلاوي په ياد ولایت کې د شهيدانو وارثینو او معلولینو د‌ موجوده اسنادو د څېړلو وروسته د ياد رياست مسؤلينو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

 ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او فعاليتونه هم په هر اړخیزه توګه وڅیړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د همکارۍ دا هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره مؤسسې استازي محترم عبدالله طوفان ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې به یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۲۴
Background image

د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اسنادو سروې ترسره شوه

د تخار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر په مشرۍ يو پلاوي په فرخار ولسوالۍ کې د شهيدانو ورثه وو او معلولینو د اسنادو سروې او بررسۍ ترسره کړه.

 د دې سروې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

په زابل ولايت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، چې هر مستحق یتیم (۷۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ترلاسه. . .

BACK TO NEWS