د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۳۵

د همکارۍ دا هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره مؤسسې استازي محترم عبدالله طوفان ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې به یې په ننګرهار ولایت کې شپږ سوه (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د اختر په مبارکو ورځو کې د قرباني غوښۍ ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې مجموعي لګښت لس زره (۱۰۰۰۰) ډالره کېږي او د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

BACK TO NEWS