د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي الحاج ملا عبدالرزاق آخند د یوه با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په بغلان ولایت کې د دغه وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۰:۵۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلی الحاج ملا عبدالرزاق آخند په مشري باصلاحیته پلاوی چې په ترکیب کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلی سید محمد عظیم آغا، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني د ولایتونو د همغږۍ او انسجام آمر ښاغلی مولوي سردار محمد، د معلولینو د حقونو د محاسبې آمر ښاغلی مولوي محمد ایوب او د دغه وزارت د اړوندو ریاستونو یو شمېر استازي شامل دي د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست کړنې او فعالیتونه یې په هر اړخیزه توګه وڅیړل.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي الحاج ملا عبدالرزاق آخند د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو د ارزونې په ترڅ کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: افغانانو د څلور څلویښت کلونو په ترڅ کې د اسلامي نظام د رامنځته کولو په موخه بې شميره قربانۍ ورکړي، نوموړي د یاد پلاوي د سفر اصلي موخه د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو، له هغوي سره له نږدې لیدنه او هغوی ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د څرنګوالي څېړنه او ارزونه وبلله.

نوموړي د یاد رياست کارکوونکي وهڅول، چې خپلې ورسپارل شوې دندې په صداقت، ايماندارۍ او پوره همغږۍ ترسره کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا هم  د یاد ریاست د ارزونې په ترڅ کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دغه پلاوی دې ولايت ته د يتيمانو، کونډو او معلولينو سره د مياشتنۍ نغدي مرستو د څرنګوالي په اړه د څېړنې او ارزونې په موخه راغلی دى، نوموړي همداراز د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل او د هغوی د ستونزو له اوریدو وروسته یې له هغوی سره نغدي مرسته هم ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تر دې وړاندې د بدخشان، تخار او کندز ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو کاري بهیر په هر اړخیزه توګه څیړلی او د یادو ریاستونو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS