د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي سره وکتل

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۳:۲۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې د خاصو شهیدانو (فدايانو) کورنېو او یتیمانو پر وړاندې د شته ستونزو او همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په موخه کنړ ولايت ته سفر کړی وو، نن یې د کنړ ولایت له والي محترم مولوي قدرت الله ابوحمزه سره وکتل.

شیخ صاحب په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د خاصو شهیدانو (فدایانو) له کورنېو سره د فوق العاده مرستو یادوونه وکړه او همداراز یې د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو لکه د یاد ریاست لپاره د معیاري ودانۍ نشتون، په دولتي اداراتو کې د خاصو شهیدانو (فدایانو) د وروڼو ګمارل، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو او په ځانګړې ډول د خاصو شهیدانو (فدایانو) له کورنېو سره د مرستو ترسره کولو یادوونه وکړه.

په دې لیدنه کې د کنړ والي محترم مولوي قدرت الله ابو حمزه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "اسلامي امارت د ټولو اقشارو ګډ نظام او کور دی، د شهیدانو وارثین او معلولین د دې هېواد ریښتیني مستحق کسان دي او د دوي پر وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو ته به لازمه رسیدګي وشي. هغه همداراز په کنړ ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د  اداري تعمیر او همدارنګه د شهیدانو کورنېو او معلولینو ته د مرستو په برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ."

د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني او د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد اظهار هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS