د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا د پارالمپیک شپږ دیرشو لوبغاړو باندې د لوبو جامې وویشل شوې
د شهيدانو او معلولينو وزارت له خوا د پارالمپيک په شپږ دیرشو معلولیت لرونکو لوبغاړو باندې د لوبو جامې ووېشل شوې.
په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهيدانو او معلولينو په وزارت کې جوړ شوى وو، ياد شوي کسانو ته د لوبو جامې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنيزو خدمتونو د رئيس مولوي ثناء الله فرقاني په حضور کې ووېشل شوې.
د یاد پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنيزو خدمتونو رئيس مولوي ثناء الله فرقاني د لوبو په برخه کې د معلولیت لرونکو لوبغاړو لاسته راوړنې او ویاړونه یې وستایل او هغوی ته یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
د پارالمپیک د کمیټې د مطبوعاتو مسؤل کبیر خوشبین د دغې کمیټې غړو ته د لوبو جامو د ویش له امله خوښي څرګنده کړه او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څخه یې وغوښتل تر څو دغه اغیزمن قشر ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي