د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له ابرار مؤسسې سره د معلولیت لرونکو کسانو د فزیکي بیا وړتیا موندنې د خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۲
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا او د ابرار مؤسسې مسؤل ښاغلي ډاکټر عبدالبصیر توریالي ترمنځ لاسلیک شو.

په پام کې ده چې د دې هوکړه لیک له مخې به د ابرار مؤسسه په پکتیا ولایت کې (۴۰۴۰) تنو معلولینو او د جګړې قربانیانو ته د فزیکي او ارتوپیدي د بیاوړتیا موندنې پرمختللي خدمات وړاندې کړي.

یاد خدمتونه چې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ ترسره کیږي، نوموړې مؤسسه به د اوو میاشتو په موده کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مصنوعي غړو جوړونې، د مرستندویه وسایلو تولید، د فزیوتراپي خدمتونو وړاندې کولو، د مصنوعي غړو د بیارغونې او معلولیت لرونکو وګړو د بیا وړتیا موندنې د څرنګوالي په اړه د پوهاوي ورکولو په برخو کې د (۱۰۹۵۳۹) ډالرو په ارزښت خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS