د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کي د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۳:۵۸
mmd

هلمند ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند سفر کړی او هلته یې د یاد وزارت اړوند ریاست له رئیس الحاج ملا سیدولي" حاجي مستري" او نورو مسؤلینو سره پر یو لړ مهمو او اساسي موضوعاتو بحث وکړ.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر د یاد ریاست د اداري او تخنیکي چارو څخه لیدنه وکړه او د اړوند موضوعاتو په اړه یې مسؤلینو ته لازمي لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

په دې سفر کې د شهیدانو اومعلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د هلمند ولایت له یو شمېر معلولینو او د شهیدانو کورنېو له غړو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او په ورته وخت کې یې له یادو کسانو سره نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS