د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د هرات ولایت له والي سره لیدنه وکړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۵۷
mmd

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې هرات ولایت ته د شهیدانو ورثو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه سفر کړی وو، نن یې د هرات والي ښاغلي مولوي نورالدین احمد اسلام جار سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر، د هرات ولایت د والي څخه د شهیدانو ورثو او معلولینو ته له مرستې او همکارۍ مننه وکړه او له نوموړي څخه یې وغوښتل تر څو په یاده برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره خپلو هراړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د هرات والي ښاغلي مولوي نورالدین احمد اسلام جار د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او خدمتونه وستایل او په دې برخه کې یې د هراړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شهیدانو له یو شمیر ورثو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې واوریدې او په ورته وخت کې د محترم وزیر صاحب په حضور کې پر دوى  څلور لکه (۴۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته هم وویشل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند کارکوونکو شتون درلود.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۳۳
Background image

د کابل ښار د شپېتو (۶۰) تنو یتیمانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همکارۍ، د اسلام مبارک دین د ویاړلي تاریخ او د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د سیرت د لا ښه پېژندنې، د یتیمانو د سالمۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS