د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یو شمېر یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د کار روزنیزې او علمي مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۹:۵۱
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د کار روزنیزې او علمي مؤسسې رئیس محترم منظر شاه هاشمي تر منځ لاسلیک شو، د هغه پر بنسټ به، په کابل ولایت کې (۱۱۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې ټولیز لګښت (۶۰۰۰) امریکایي ډالره کېږي او د دې وزارت د ټولنیزو چارو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به تطبیق کړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند د شهید تر عنوان لاندې مجله چاپ شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند د "د شهید مجله" تر عنوان لاندې دوهمه ګڼه مجله چاپ شوه. یاده مجله د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري ترتیب او ډیزاین شوې وه، چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۱۰
Background image

په باميان ولايت کې پر (۹۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بامیان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست پر (۹۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې، چې په هغه کې اوړه او غوړي شامل وو، او د یاد ولایت د والي محترم الحاج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوي ننګرهار ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اجراآتو او. . .

BACK TO NEWS