د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یو شمېر یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د کار روزنیزې او علمي مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د کار روزنیزې او علمي مؤسسې رئیس محترم منظر شاه هاشمي تر منځ لاسلیک شو، د هغه پر بنسټ به، په کابل ولایت کې (۱۱۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې ټولیز لګښت (۶۰۰۰) امریکایي ډالره کېږي او د دې وزارت د ټولنیزو چارو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به تطبیق کړل شي.