د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د قمر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۶:۲۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ژوند آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د قمر خیریه بنسټ سره د څلور (۴) میلیونه او شپږ سوه(۶۰۰) زره افغانيو په ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د همکارۍ دغه هوکړه لیکونه د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د قمر خیریه بنسټ عمومي مدیر محترم احمد شهرام وفایي تر منځ لاسلیک شول، چې د یوه هوکړه لیک له مخې به، په بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې (۷۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته خوراکي توکي ووېشل شي.

همداراز د دویم هوکړه لیک له مخې به سل (۱۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بغلان او کندز ولایتونو کې نغدي مرستې ووېشل شي او هر مستحق به (۲۲۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ترلاسه کړي. 

د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې به د پورته ذکر شويو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق کړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS