د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کونډو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د انساني مرستو ټولنې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۳۴
mmd

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د پلان او بهرنېو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د انساني مرستو ټولنې مسؤل محترم نصرالله شینواري تر منځ لاسلیک شو، چې د هغه له مخې به، یو شمېر کونډو ته په جوزجان ولایت کې د (۵۱۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت د کالیو مینځلو ماشینونه او د نانوایي وسایل چمتو او ووېشل شي.

د یادونې ده چې یاده پروژه به د یوې میاشتې په ترڅ کې د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ  پلي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS