د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو لپاره په الکټرونیکي بڼه د تشکیلاتو د طی مراحل کولو په موخه د پوهاوي پروګرام دایر شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۶:۲۶
mmd

د امارتي ادارو د تشکیلاتو د طی مراحل کولو په موخه د نوي رامنځته شوي الکټرونیکي سیسټم په اړه د پوهاوي پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند کارکوونکو ته د چارو ادارې عمومي ریاست د (HRMIS) سیسټم د برخې استازو له لوري وړاندې شو چې په ترڅ کې یې یادو کارکوونکو ته د نوي سیسټم د کارونې او عملي کولو اړوند معلومات ورکړل شول.

د پوهاوي په دې پروګرام کې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د تشکیلاتو د طی مراحل په موخه د نوي الکټرونیکي سیسټم رامنځته کول یې د هرې ادارې لپاره مهم او ګټور ګام وباله او د پلي کېدو په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

همداراز د چارو ادارې عمومي ریاست د (HRMIS)سیسټم د څانګې استازو هم د تشکیلاتو د طی مراحل په موخه د نوي رامنځته شوي الکټرونیکي سیسټم د کارونې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: یاد سیسټم داسې ډیزاین شوی چې په هغه کې د کارکوونکو د ګمارنې، ارزونې او د سوانحو درج کول په منظم او آسانه توګه ترسره کېږي، په دې سیسټم کې د هرې برخې صلاحیتونه او دندې په روښانه توګه تفکیک او واضح شوې دي، د کارکوونکو اطلاعات په محرم او مصؤن ډول ساتل کېږي او یاد سیسټم له ټولو امکاناتو څخه برخمن دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS