د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کابل ولایت اړوند پر (۳۰۰) تنو اړمنو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۵۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو کسانو د ملاتړ په موخه د حبیب ګلزار شرکت په همکارۍ د کابل ولایت اړوند پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف ډول ووېشل.

د مرستو د وېش بهیر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې ریاست استازي محترم محمد فاروق ځلاند او د حبیب ګلزار شرکت د مسؤلینو په شتون کې په منظم ډول پر مخ یوړل شو او د مرستو څخه واقعي مستحقین برخمن شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS