د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځینو خصوصي بانکونو له استازو سره د یاد وزارت اړوند پاتې شوېو معلق پیسو د بیرته راګرځولو په موخه غونډه ترسره کړه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۲۵
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړه شوې وه په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم قاري محمد امین درویش او د کابل بانک او میوند بانک استازو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د ملي بودیجې د پر ځای او پر موقع د مصرفولو په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "ملي بودیجه یو ملي امانت دی او له نیکه مرغه د ملي عوایدو څخه تمویل کیږي چې په دې برخه کې ټول مکلف دي ترڅو د یادې بودیجې په مصرفولو کې له پوره شفافیت او دقت څخه کار واخلي".

نوموړي همداراز په ځینو خصوصي بانکونو کې د وزارت اړوند، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د بیلابیلو دلایلو له امله د پاتې شویو معلق پیسو په هکله هم هراړخیزې خبرې وکړې او د یادو خصوصي بانکونو له استازو څخه یې وغوښتل تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند معلق شویو پیسو په بیرته راګرځولو کې له یاد وزارت سره پوره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د کابل بانک او میوند بانک استازو د یادو پیسو په بیرته راګرځولو کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

په بادغیس ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۹۰۰) کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند د شهیدانو او معلولینو پر (۹۰۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۳۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رياست کې د لا زياتې همغږۍ او د کاري بهير د ښه ‌والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي تر مشرۍ لاندې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د ریاست اړوند آمرینو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۳۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (MAPWO) خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (۲۰۰) زره و (۴۹۰) ډالرو په ارزښت د (MAPWO) خیریه مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له. . .

BACK TO NEWS