د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو څخه د ملاتړ او د هغوی د بیاوړتیا موندنې په موخه د دارالصدقه خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ښاغلي ملا صدوخان حق پرست او د دارالصدقه خیریه بنسټ رئیس ښاغلي جمشید ایوبي تر منځ لاسلیک شو چې د یاد هوکړه لیک له مخې به په کابل ولایت کې څلور سوه (۴۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو ته ويلچرونه ووېشل شي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو ویلچرونو ټوليز ارزښت درې میلیونه او دوه لکه اته اتیا زره (۳۲۸۸۰۰۰) افغانۍ کیږي چې پر مستحقو معلولینو باندې به وویشل شي.