د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۱۲:۵۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ او تر څنګ يې د دغه وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه. په یاده غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د بودیجې د ښه او پر ځای لګولو په موخه د اضافي او تجملي څیزونو د اخیستلو څخه ډډه کول، د شهیدانو وارثېنو او معلولیت لرونکو وګړو ته د پیژند پاڼو د ورکړې پروسه، همدارنګه د ریاستونو د ښه فعالیتونو د مخته وړلو لپاره د کړنلارو او لوایحو جوړول او د ریاستونو د میاشتني راپورونو د چمتو کولو په هکله هر اړخیزې خبرې اترې ترسره شوی او د یادو ستونزو د حل لپاره اړینې لارښوونې وشوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS