د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د راپورونو او پلانونو د توحید او تحلیل نوی آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ
د معرفي په غونډه کې د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي، د بهرنېو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او د یاد ریاست کارکوونکو حضور درلود.
محترم مولوي حافظ محمد طاهر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او هدایت پر اساس د یاد وزارت د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له خوا د بهرنېو اړیکو او پلان ریاست کې د راپورونو او پلان د توحید او تحلیل د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د معرفي په دې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د ورسپارل شویو مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: ښه به دا وي چې په راسپارل شویو دندو کې په پوره اخلاص او صداقت کار وکړو تر څو په چارو کې د پرمختګ او ترقي شاهدان واوسو. هغه همدا راز زیاته کړه: زموږ په هېواد کې ډېر بې وزله او مظلوم خلک شته، که موږ خپلې دندې په اخلاص او ایماندارۍ ترسره کړو، نو د خدای جل جلاله د رحمت ډېرې دروازې به زموږ پر مخ پرانیستل شي.
هغه همداراز نوي آمر ته د چارو په ترسره کولو کې د برياليتوب هیله څرګنده کړه او د یاد ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره همغږۍ او د ورورولۍ په فضا کې ترسره کړي.