د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د (۳) میلیونه او (۶۲۷) زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۳۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳) میلیونه او (۶۲۷) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې مرستیال محترم همايون نوري ترمنځ لاسلیک شو.

د دې هوکړه ليک له مخې، د (۶۲۰) یتیمانو او معلولینو د وړتیا لوړولو په موخه، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د موبایل ترمیم، انګلیسي ژبې، د کمپیوټر سافټویر او خیاطۍ په برخو کې ښوونیزې برنامې پیل شي، تر څو ګډونوال د کار بازار ته اړوند مهارتونه زده کړي او د پروګرام له پای ته وروسته وکولای شي په خپلواکه توګه کار وکړي او د اقتصادي ځان‌بسیاینې زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ د‌ یو کال په موده کې پلي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ( iHH)  خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.

په يادو مرستو کې اوړه، غوړي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغان پراختیايي (ADA) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلول ماشومانو د ملاتړ په موخه د افغان پراختیايي مؤسسې سره د (۳۱) میلیونه، (۳۰۴) زره او (۲۷۸) افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

په کابل ولایت کې‌ پر زر (۱۰۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ارتقاء خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ده سبز ولسوالۍ اړوند پر (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

. . .

BACK TO NEWS