د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اسلامي هوساینې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۷۷) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنيوي او ملاتړ په موخه، د اسلامي هوساینې نړیوالې Islamic Relief World Wide) مؤسسې سره د (۷۷) زره او (۳۹۸) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، تر څو په اختر کې د هغوی لپاره اختریزې ډالۍ چمتو شي او د نورو ماشومانو په څېر د اختر له خوشحالیو برخمن شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې (Islamic Relief World Wide) رئیس محترم محمد ذوالقرنین عباس ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې به یې په کابل او بلخ ولایتونو کې (۱۴۲۰) تنو یتیمانو لپاره اختریزې ډالۍ چمتو او ووېشل شي.
د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال، محترم مولوي ثناءالله فرقاني د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې له لوري یتیمانو ته د مرستو د برابرولو له امله قدرداني وکړه او له یادې مؤسسې څخه یې وغوښتل چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم یتیمانو ته لا زیاتې مرستې برابرې کړي، څو د ه
