د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر له یوې افغانې څېړونکې سیما غني سره وکتل

farahmand_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۳:۴۹
sima

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر، پوهنمل حمیدالله فاروقي له افغانې څېړونکې سیما غني سره وکتل او د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ژوند عمومي وضعیت په اړه بحث وکړ.

په دې غونډه کې، ښاغلي فاروقي د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ژوند بېلابېلو برخو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د شهیدانو او معلولینو وزارت هڅه کوي په هېواد کې د جنګي وضعیت او محدودو سرچینو به پام کې نیولو سره د وزارت د خدماتو او فعالیتونو اغېزمنتیا لوړه کړي.

ښاغلي فاروقي یادونه وکړه چې وزارت سږ کال له فساد سره د مبارزې او د روڼتیا لپاره سخت کار کړی دی. هغه زیاته کړه چې د تدقیق او  د اسنادونو د څېړنې کمیټې اوس په مرکز او ولایتونو کې فعالې دي او پاک اسناد له ناپاکو څخه جلا کولو کې بوخت دي، او د تادیې له پروسې څخه یو شمېر پېژندل شوي اسناد حذف شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر یادونه وکړه چې د وزارت دنده یوازې د معاشونو ورکول نه دي بلکه مستقیم او غیر مستقیم خدمات هم وړاندې کوي لکه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو وېش، بیارغونه، روغتیایي او بیارغونې خدمات، ټولنیز ادغام، د اوسېدو ځای برابرول، د حرفوي او مسلکي زده‌کړو  زمینه برابرول، کارموندنه او نور موضوعات هم دي.

د غونډې په لړ کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلی فاروقي ټینګار وکړ چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د نړیوالې ټولنې مرستې خورا لږې او کافي نه دي.  هیله څرګنده کړه چې دا مرستې به زیاتې شي او هیله یې څرګنده کړه چې د هېواد له له حالت سره به دا مرستې به زیاتې شی او د دې مرستې په سمه توګه اداره کولو او د اغېزمنتیا د لوړولو لپاره به هڅې وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۲۵
Background image

د کابل ښار د (۱۳) مې ناحیې اړوند پر (۵۰) تنو مستحقو کونډو او ښځينه معلولینو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړمنو کورنيو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه موسسې په همکارۍ، د کابل ښار په (۱۳) مه ناحیه کې پر (۵۰) تنو کونډو او ښځينه معلولینو باندې د‌ کورنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۲۰
Background image

په پکتیا ولایت کې څه باندې یو میلیون افغانۍ پر مستحقو یتیمانو ووېشل شوې

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مسلم هندز نړیوالې مؤسسې په همکارۍ یو میلیون، (۸۸) زره او (۶۴۰) افغانۍ پر (۴۳) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې، چې د هر یتیم بانکي حساب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۱۸
Background image

په کندهار ولایت کې (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته په کورونو کې د کالیو ګنډلو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (LOD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پنځوس (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته د خیاطۍ په برخه کې زده. . .

BACK TO NEWS