د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش ریاست يو پلاوي غزني ولایت ته د یاد وزارت اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو د څېړلو په موخه سفر وکړ
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد وزارت د داخلي تفتیش ریاست درې مسلکي غړو یې ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د شهیدانو اومعلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه ارزونه او څیړنه پیل کړه.
ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به په دې ریاست کې شته ستونزې او ننګونې په نښه او د حل په موخه به مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړي.