د شهيدانو او معلولينو چارو په وزارت کې په دوه سوه او پنځوس (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۳۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د HHRD خیریه مؤسسې په همکارۍ په دې وزارت کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، نور خوراکي مواد او همدارنګه د یتیمانو لپاره د حفظ الصحې توکي شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل.

 یادې مرستې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب عبیده، د HHRD خیریه مؤسسې رئیس محترم انجنیر عبیدالله فیصل او د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رياست، څارنې او ارزونې ریاست د استازیو په شتون کې ووېشل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د څلورو تنو یتیمانو لپاره چې نومونه یې د قرعه کشۍ له لارې انتخاب شول، دوه تنو اناثیه یتیمانو ته د خیاطۍ ماشینونه او همداراز دوو تنو ذکور یتیمانو ته بایسکیلونه ورکړل شول. 

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د یادې مؤسسې له لوري په کابل ولايت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو سره ورته مرستې ترسره شوې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۸:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د دوو آمریتونو لپاره نوي آمرین معرفي او خپلې دندې رسماً پیل کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د حکم پر اساس، محترم مولوي علي احمد د دعوت او ارشاد ریاست اړوند په درېیم بست کې د مدرس په توګه، د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د لوګر ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مستحقو کسانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۴۹
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهيدانو کورنيو او معلوليت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د هلال خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې. . .

BACK TO NEWS