د زابل ولایت په قلات ښار کې پر (۲۱) جنګ ځپلو کورنیو باندې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل شوې

په یادو مرستو کې چې خوراکي او غیر خوراکي توکې ( اوړه، دال نخود، غوړي، وریجې، بوره، چای، مالګه، لوبیا، نخود، د کالیو مینځلو پوډر، د لوښو مینځلو مایع، صابون او شامپو) شاملې وې، د بلومونټ خيريه مؤسسې لخوا او د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر مستحقو کسانو په شفاف ډول وویشل شوې.