د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست (۳۴) تنو یتیمانو او معلولینو ته د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د حرفوي زده کړو روزنیز پروګرام پېل کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۷:۵۹
mmd

د حرفوي زده کړو شپږ میاشتنې روزنیز پروګرام د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ په لاره اچول شوی چې په دې پروګرام کې به (۳۴) تنو یتیمانو او معلولینو ته په دوو حرفو ( د مبایل ترمیم او خیاطۍ) زده کړې ورکړل شي.

د دې روزنیز پروګرام د پرانیستې پر مهال د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش،  د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې مسؤل محترم شاکرالله امین او د دې ریاست اړوند کارکوونکو ګډون درلود.

محترم ملا عبدالحکیم دانش د حرفوي پروګرامونو په لاره اچول په هېواد کې د فقر او بیکارۍ د کچې په را ټیټولو کې خورا مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې ډول پروګرامونو جوړولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

په ورته وخت کې د یادې خیریه مؤسسې مسؤل په دې ریاست کې د حرفوي پروګرامونو په لاره اچول یوه امتحاني دوره وګڼله او ډاډ یې ورکړ چې په دویم پړاو کې به زیاتو یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۲
Background image

د معلولینو د بیاځواکمنتيا په رياست کې د‌ (۸۰) تنو معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام پیل شو

د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام د معلولینو د بیاځواکمنتيا رياست له لوري د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي مرسته د دې رياست د رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع په حضور کې پيل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې سره د (۲) لکه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت. . .

BACK TO NEWS