د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت په څلور ولسوالېو کې د فدایانو له کورنېو سره نغدي مرسته ترسره کړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۳۶
mmd

د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د دې ریاست د خاصو شهیدانو  مدیر محترم ملا احسان الله صادق، د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم شریف الله بریالي یې ملتیا کوله، د دې ولایت په شینکۍ،  نوبهار، شملزایي او اټغر ولسوالېو کې د فدایانو له کورنېو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې واوریدې او هرې کورنۍ سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.

همداراز یاد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د ولسوالېو له ولسوالانو سره هم لیدنه وکړه او په یادو ولسوالېو کې یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې ورسره شریکې کړې.

په ورته وخت د یادو ولسوالېو ولسوالانو هم په یاده برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS