د دایکندي ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د دایکندي ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د دایکندي ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند د (۳۶۶) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۲۱۰۶۵۵۱۵) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. د پاتې (۴۶) شهیدانو د حقوقو ورکړې کار په جریان کې دی او ژر به یې بانکي حسابونو ته واستول شي. دوی ته (۳۲۴۳۳۰۰۸) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
(۴۷) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۲۸۴۵۷۷۱) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه.
د (۲۴۹۰) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي او د یو کال لپاره ورته (۱۳۶۹۵۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده. همدارنګه (۱۴۶۹) ملکي معلولینو ته (۷۸۸۹۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او حقوق تر کار لاندې دي، چې ژر به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي.
