د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه
د کاري بهیر د لاښه والي او د چارو د ښې همغږۍ په موخه د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په دغې غونډه کې د یاد ریاست د تأدياتو او محاسبې او همداراز د ولسوالېو اړوند مديرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د ۱۴۰۳ مالي کال په درېیمه ربعه کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړې پر څرنګوالي او دغه راز د یادې پروسې د چټکتیا په اړه بحث وشو او د ياد بهیر د لا ښه والي په موخه اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.